ويب ډیسک
د امریکا د پوځ یو جګپوړی چارواکی وايي، هغه الوتکې چې د افغانستان پخواني دولت ته ورکړل شوې وې او اوس په تاجکستان کې دي، طالبانو ته نه ورکول کېږي.
د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه د پخواني حکومت د سقوط په ورځ د امریکا له خوا روزل شوي ګڼ شمېر افغان پوځیان او نور چارواکي په پوځي هیلیکوپټرو او الوتکو کې د تاجکستان او ازبکستان پر لور وتښتېدل.
د طالبانو حکومت له دې دوو هېوادونو غوښتي وو چې دا الوتکې بېرته افغانستان ته وسپاري. خو د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه قوماندان جنرال مایکل کوریلا Michael Kurilla د روانې اونۍ په پیل کې تاجکستان ته د سفر پرمهال وویل ’’دا الوتکې به په هېڅ صورت د طالبانو حکومت ته ونه سپارل شي ځکه د طالبانو نه دي.’’ د هغه څرګندونې رویټرز خبري آژانس د امریکا د سفارت په حواله خپرې کړې دي.
جنرال کوریلا ویلي دا الوتکې به د سرویس او ساتنې لپاره اوس مهال په تاجکستان کې وي خو وروسته به یې په اړه پرېکړه وشي. دې امریکايي جنرال هیله ښودلې چې له دې الوتکو څخه به یوشمېر یاټولې په راتلونکي کې د تاجکستان حکومت ته ورکړل شي خو ده یادونه وکړه چې په دې اړه تراوسه پرېکړه نه ده شوې.


