دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبریتانیا د طالبانو له بنده د پنځه بریتانوي وګړو د آزادولو هرکلی...

بریتانیا د طالبانو له بنده د پنځه بریتانوي وګړو د آزادولو هرکلی کړی

ويب ډیسک

 

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې خبر ورکړی چې د بریتانیا پنځه وګړي، چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري نیول شوي وو، له بنده ازاد شوې دي. دغه وزارت د طالبانو د دې اقدام هرکلی کړی دی.

 

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو له بنده د پنځه بریتانوي اتباعو د آزادولو هرکلی کړی دی. تر دې وړاندې، د بریتانیا یوه ډپلومات ویلي وو چې د زور زیاتي له لارې په افغانستان کې د سیاسي تغیر ملاتړ نه کوي.

 

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د دغې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي: «دغو بریتانوي وګړو په افغانستان کې د بریتانیا په ماموریت کې هیڅ رول نه درلود او د بریتانیا د دولت د توصیې پر خلاف یې افغانستان ته سفر کړی وو. دا یوه تېروتنه وه.»

 

دغه خبرپاڼه چې د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت په رسمي ویب سایټ کې نشر شوې ده، د دغه کسانو د ځای او دا چې کله او ولې نیول شوې وو څه نه دي ویل شوي، خو د افغاني کلتور او قانون څخه د سرغړونې له امله پکې بخښنه غوښتل شوې ده.

طالبانو هم تائید کړې ده، چې پنځه بریتانوي وګړي، چې د طالبانو استخباراتو سره نیولي و، له خبرو اترو وروسته آزاد شوي دي.

 

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د ټویټر په یوه پیغام کې ویلي دي، چې شپږ میاشتې وړاندې څو بریتانوي وګړي د افغانستان د قوانینو او د خلکو د عنعناتو خلاف کړنو له کبله نیول شوي وو، چې له طالبانو سره د بریتانیا دولت پرلپسې مذکراتو وروسته د یوه تفاهم په پایله کې ازاد شوي او د بریتانیا دولت ته سپارل شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه