ويب ډیسک
د رسنيو د راپورونو له مخې، تېر کال متحده ايالاتو د بشردوستانه وېزو لپاره افغانانو ته هم د ګډون چانس ورکړ چې په دې لړ کې شاوخوا ۴۶ زره کسانو د امریکا د بشردوستانه وېزو لپاره غوښتنې سپارلې وې.
اوس امریکايي رسنۍ وايي چې په دې موده کې د ۹۰ سلنه افغانانو غوښتنې رد شوې دي.
د سرچینې په خبره یوازې د ۲۹۷ کسانو غوښتنلیکونه منل شوي او پاتې ټولې غوښتنې رد شوې دي.
ياده دې وي چې، د امریکا بشردوستانه وېزه ځانګړې موقته وېزه وي چې په نورو هېوادونو کې له خطر سره د مخ د بشري حقونو پالونکو او نورو فعالینو ته ورکول کېږي.


