دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine

د فراق لمن

لیکنه :ارمان‌قريشي

هغې څو واره په آئينه کي ځان ته وکتل وېښتان يې سم کړه پر خپلو کاليو يې نظر واچوی ، د بارانه ښور څلور طرف ته موسيقي ږغول د کوټې دروازه باد چوله کړه شايد يخې هوا د نجلۍ بدن لمس کولو ته پلمه غوښته نجلۍ ژر د دروازې لور ته رامنډه کړه په انګړ کي يې سترګې وغړولې خړې اوبه د سرای په ميان کي ډنډ ولاړې وې.

نجلۍ له موره وپوښتل نن د اختر دومه ده خو زمونږ کره هيڅوک د مبارکۍ لپاره نه راغله.

ښځې د بارانه څاکو ته کتل.

نجلۍ کوټې ته ولاړه په المارۍ کي پرته کتابچه يې راواخسته څو پاڼې يې واړوې ځای ځای ليکلې جملې ئې تکرار کړې ږغ يې ترنم لرلی شايد د چا په اړه ليکل شوي شعرونه به وو يا د خپلې ناکرارې ارواح د تسليت لپاره دلاسه.

ليونتوب لرونکی ږغ ورو ورو د تالندې له غړومبې سره بدرګه کيدی د ويل شوو جملو هر توری د تنهایی په ناورين اخته وو هغې ځان حس کړی له خوده وتلې د فکري دنيا د يوې دښتې په ميان کي د يوه اشنا چا سره د نوې ژوند په لټه روانه وي اما د فراق لمن يې ګڼه وې دومره ګڼه چي د ځان ليدل ورته مشکل شي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه