دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبان :کابل او نیمروز ولایتونو کې د بیزو دانې ناروغیو د مشکوکو...

طالبان :کابل او نیمروز ولایتونو کې د بیزو دانې ناروغیو د مشکوکو پېښو ثبتېدو خبر ورکوي

ويب ډیسک

 

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت په کابل او نیمروز ولایتونو کې د بیزو دانې ناروغیو د مشکوکو پېښو ثبتېدو خبر ورکوي او وايي چې په دې اړه څېړنې کوي.

 

د روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر وویل: “په کابل او نیمروز کې چې زموږ د سرویلانس ټیمونو لخوا یو شمېر پېښې کشف شوي دي، هغه مشکوکې پېښې دي او تر دا مهاله هیڅ یوه قطعي پېښه نه ده ثبت شوې.”

 

ښاغلي هژیر زیاته کړه چې تر دا مهاله په دغو ولایتونو کې د بیزو دانې ناروغیو کره شمېر نلري، خو زیاته یې کړه چې دغه ناروغان اوس مهال تر جدي درملنې لاندې دې او قرنطین شوي دي.

 

دغه ویروس ته ځکه د بیزو دانې وايي چې په لومړي ځل بیزوګان پرې اخته شول.

 

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي تر اوسه په شاوخوا ۲۰ افریقایي، اروپایي او امریکایي هیوادونو کې د دغه ویروس سلګونه ېښې تائید شوي او شاوخوا ۱۰۰ نورې مشکوکې یې ثبت شوې دي. اکثریت دا پېښې په اروپا کې دي.

 

د روغتیا نړیوال سازمان له ټولو هېوادونو غوښتي چې د دغه ویروس په اړه مراقبت زیات کړي. په دغه ویروس د اخته کسانو ناروغي سخته نه ده ګڼل شوې.

 

دا ویروس له یو انسان څخه بل ته انتقالېږي او د انتقال لویه وسیله یې د انسانانو ترمنځ فزیکي او جلدي تماس ګڼل شوی.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه