دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو بندېدو سره هم مهاله په...

افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو بندېدو سره هم مهاله په دغه هیواد کې د سلګونو روغتیايي مرکزونو په بندېدو سره روغتونونو ته د ناروغانو په مراجعه کې په بېساري ډول زیاتوالی راغلی دی.

ويب ډیسک

د بې پولې ډاکترانو سازمان وايي، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو بندېدو سره هم مهاله په دغه هیواد کې د سلګونو روغتیايي مرکزونو په بندېدو سره روغتونونو ته د ناروغانو په مراجعه کې په بېساري ډول زیاتوالی راغلی دی.

د بې پولې ډاکترانو سازمان د چهارشنبې په ورځ اپرېل ۱۳ (وري ۲۴) پخپل راپور کې ویلي چې په اوسط ډول په هره میاشت کې د هلمند ولایت بست روغتون ته ۲۰زره ناروغانو مراجعه کړې ده چې له ډلې څخه یې ۴۰۰ ناروغان بستر کیږي.

دغه بنسټ په کندهار، خوست، کندز، هلمند او هرات کې د څو روغتونونو مسؤلیت په غاړه لري چې په دغه هیواد کې له معیاري روغتونونو څخه شمېر کیږي.

د بې پولې ډاکترانو بنسټ ویلي چې یوازې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې څه باندې ۱۶۴زره کسانو د هلمند بست روغتون ته مراجعه کړې ده چې له ډلې څخه یې ۳۰زره او ۹۰۰ کسانو درملنه شوې ده.

د دغه بنسټ د معلوماتو په اساس په دغه موده کې ۱۸زره ۹۰۰ ولادتونه شوي او په خوار ځواکۍ اخته ۳۲۰۰ ماشومانو درملنه شوې ده.

د بې پولې ډاکترانو بنسټ همدارنګه ویلي چې په تیر یوه کال کې د هلمند په بست روغتون کې ۶زره او ۹۰۰ جراحي عملیات تر سره کړي دي.

یاد بنسټ زیاتوي چې په دې وروستیو کې د جګړو او تاوتریخوالي او لارو بندېدو له امله ګڼو خلکو روغتونونو ته لاس نه لاره چې اوس مهال دغه ستونزه هواره شوې او خلک د امنیت په سمېدو سره په اسانۍ کولای شي چې په لښکرګاه کې روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه