ويب ډیسک
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مې په ۲۴مې نېټې د تايوان په اړه د امريکا د ولسمشر بایډن څرګندونو ته توند غبرګون وښود.
نوموړي وويل، چې چين امريکا ته خبرداری ورکوي، چې دا هير نه کړي، چې په نړۍ کې د چين په نوم يو هيواد شته، تايوان يې يوه نه بېلېدونکې برخه ده او د چين د ولسي جمهوريت حکومت يې مشروع او د ټول چين استازيتوب کوي.
نوموړي وويل، چې دغه خبره د چين نه، بلکې د نړيوالې ټولنې اجماع ده او کوم هيواد د يو چين پېژندنې اصل نه شي ماتولی او نه هم د چين له ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا څخه سرغړونه کولی شي.
چين د تایوان د بېلتون غوښتونکو د فعالیتونو د مخنیوي ،د ټولو بهرنیو شومو کړنو د شنډولو او د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ټینګښت لپاره ټينګ باور لري.
وانګ ون بين متحده ایالاتو ته په مشورې وويل، چې یوه پخوانۍ چيني سندره ضرور واوري. د دغې سندرې شعر کې ويل شوي، که دوستان درته راځي، نو تود هرکلی یې وکړه او شراب ورته برابر کړه او که ليوان درته راځي، نو خپل ټوپک چمتو ساته.


