دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پاکستان وزیر اعظم عمران خان په قامي اسمبلۍ کې د عدم...

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد د تحریک په کامیابۍ له دندې لرې شو

ويب ډیسک

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد د تحریک په کامیابۍ له دندې لرې شو. د عدم اعتماد یا نه باور تحریک د اپوزیشن ګوندونو د اتحاد لخوا د اپریل پر نهمه په قامي اسمبلۍ کې وړاندې شو.

د اپریل پر نهمه سهار لس نیمې بجې د قامي اسمبلۍ غونډه پیل شوې وه چې په ترڅ کې یې د واکمن ګوند او مخالفو ګوندونو مشرانو ویناوې وکړې. غونډه څو وارې وځنډول شوه او د شپې تر ناوخته صورتحال کړکیچن و، معلومېده نه چې وزیر اعظم د عدم اعتماد تحریک ته حاضرېږي که نه؟ وزیر اعظم عمران خان د دې باوجود چې ویل یې تر پایه به د خپل واک دفاع کوي، د اپریل پر نهمه قامي اسمبلۍ ته حاضر نه شو.

 

د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر د شپې ناوخته له خپلې دندې استعفا اعلان کړه او خپله څوکۍ یې سردار ایاز صادق ته وسپارله. ایاز صادق بې له دې چې وخت ضایع کړي، د عمران خان خلاف د عدم اعتماد په تحریک د کارروایۍ حکم وکړ.

 

ایاز صادق د عدم اعتماد تحریک لوستلو پر مهال وویل، دا پارلېمان پر وزیر اعظم بې باوري څرګندوي او بیا پر دې تحریک رایه اچونه وشوه.

 

اپوزیشن د وزیراعظم خلاف د بې باورۍ د تحریک د کامیابولو لپاره د اسمبلۍ په ۳۴۲ غړیو کې ۱۷۲ رایو ته اړتیا لرله. د عدم اعتماد د تحریک په پلوۍ (د عمرن خان خلاف) د قامي اسمبلۍ (۱۷۴) غړو خپله رایه وکاروله. د عدم اعتماد یا بې باورۍ تحریک خلاف د قامي اسمبلۍ هېڅ کوم یوه غړي رایه ورنکړه. په دې توګه د عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحریک کامیاب شو او هغه د وزیراعظم له منصبه لرې شو.

د وروستیو معلوماتو له مخې، عمران خان له وزیر اعظم هاوس نه په اسلام اباد بني ګاله کې خپل شخصي کور ته لېږدېدلی دی.

 

عمران خان په ۲۰۱۸ کال کې د عامو انتخاباتو په نتیجه کې وزیر اعظم منتخب شوی و خو اپوزیشن پرې تل نیوکه لرله چې هغه ټاکنې شفافې نه وې او هغه د اسټبلیشمېنټ لخوا د دې منصب لپاره خوښ کړل شوی وو خو تحریک انصاف ګوند بیا دا دریځ لرلو چې د رڼو انتخاباتو په نتیجه کې هغوی اقتدار ته رسېدلي دي.

 

پخواني معلومات:

مخالفو ګوندونو د مارچ پر اتمه د وزیراعظم عمران خان پرضد تحريک عدم اعتماد جمع کړ خو په رایو اچولو کې ځنډ مخې ته راغلو. وروسته د اپريل پر درېیمه مرستيال سپيکر قاسم شاه سوري عدم اعتماد تحريک د ایین د پنځمې مادې لاندې رد کړ.

 

د دې سمدستي وروسته وزيراعظم قام ته وينا وکړه او ولسمشر ته يې د اسمبلۍ د ماتولو وړانديز وکړ. ولسمشر په هم هغه ورځ قامي اسمبلي ماته کړه خو سپريم کورټ د دې معاملې ازخود نوټس واخیست او د پنځو ورځو سماعت وروسته يې د اپریل پر اوومه ټول حکومتي اقدامات غير اييني وګرځول او اسمبلي یې بحاله کړه. سپریم کورټ په خپله پریکړه کې د اپریل پر نهمه د قامي اسمبلۍ اجلاس را وغوښتو.

 

د پاکستان د قامي اسمبلۍسپيکر اسد قيصر،د اپریل په اتمه د غونډې شپږ نکاتی ايجنډه خپره کړه چې پکې څلورمه هغه د بې باورۍ پر تحریک د رايو اچونه وه.

 

غونډه د سپریم کورټ د اپریل اوومې نېټې د امر سره سمه، د سپیکر اسد قیصر په مشرۍ سهار لس نیمې بجې پیل شوه. غونډې ته د وینا پر مهال د اپوزیشن مشر شهبازشریف له سپیکر څخه غوښتنه وکړه چې د سپریم کورټ د پریکړې سره سمه دې غونډه پر مخ یوسي او د وزیراعظم پر ضد دې د بې باورۍ په تحریک رايه اچونه وشي.

 

سپیکر وویل چې هغه د حکم تعمیل کوي او غونډه یې رابللې ده خو دا سپیناوی یې ونکړ چې پر عدم اعتماد تحریک به رايه اچونه څه وخت پیلوي؟

 

اپوزیشن ګوندونو د وزیر اعظم عمران خلاف د عدم اعتماد د تحریک په کامیابۍ د خوښۍ ښکارندويي کړې ده او د اتوار په ورځ د پي ډي اېم د مشر مولانا فضل رحمان په بلنه د شکرانې ورځ لمانځي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه