ويب ډیسک
په هند کې د فلزونو او اوسپنو غلو يو بشپړ ۱۸ متره اوږد او ۵۰۰ ټنه وزن لرونکی اوسپنيز پُل غلا کړی دی. د پوليسو يوه وياند د شنبې په ورځ په بِهار آیالت کې ويلي دي چې غلو ځانونه د اوبو رسولو د پروګرام چارواکي بللي او معرفي کړي دي او دغه پُل يې د ويلډنګ کارۍ په سامان آلاتو ټوټه کړ.
ورپسې يې د اوسپنو ټوټې له ځانه سره يوړلې. دغه ۵۰ کاله زوړ پُل د یوه کانال د پاسه غځېدلی و او د يوه بل پله د جوړېدو راهيسې نور نه استعمالېده.
پوليسو د دغې حيرانونکې پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي. تر دې دمه لا څوک د غلا د دغې پېښې په تور نيول شوي نه دي.


