یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پاسپورټ ریاست نن شبنه اعلان وکړ چې د پاسپورټونو د ويش...

د پاسپورټ ریاست نن شبنه اعلان وکړ چې د پاسپورټونو د ويش او د آنلاین نوم لیکنې بهیر له سره پیل شو.

ويب ډیسک

د طالبانو د پاسپورټ ریاست نن شبنه اعلان وکړ چې د پاسپورټونو د ويش او د آنلاین نوم لیکنې بهیر له سره پیل شو.

د دغه ریاست په یوه اعلاميه کې راغلي دي چې د آنلاین نوم لیکنې له پاره محدودیت نشته، او تقاضا کونکو باندې به د روژې مياشتې په جریان کې د ورځې دوه زره او تر روژې وروسته درې زره پاسپورټه ويشل کيږي.

د پاسپورټ ادارې له خلکو غوښتي چې د پاسپورټ اخیستلو په مقصد د نوم لیکنې آنلاين فورمې له پاره یوازې ۲۰۰ افغانۍ تحويل کړي او تر دې اضافه ورنکړي.

د پاسپورټ ادارې ويلي دا چې د تیرو میاشتو څخه له ۲۰۰ زرو ډير درخواستونه په دغې اداره کې جمع شوي ول، هغو ته د ښې رسيدګۍ له پاره يې د پاسپورټونو د ویش لړۍ درولې وه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه