ويب ډیسک
د هند پولیسو د يکشنبې په ورځ وويل چې د دغه هیواد په سويل کې د فوټبال په یوه لوبغالي کې د نندارچیانو د ناستې ځای د نړيدلو په پيښه کې لږ تر لږه ۲۲۵ کسان ټپیان شوي دي.
ويل شوي چې په ټپيانو کې ګڼ شمیر ماشومان هم شامل دي.
هندي چارواکي وايي چې دغه پيښه د کیرالا ایالت په مالاپورام سیمه کې د شنبې په ورځ ناوخته د فوټبال د یوه ټورنمنټ پر وخت شوې ده.
پر ټولنیزو رسنیو د پيښې خپروو شوو انځورونو کې لیدل کیږي چې د نندارچیانو د ناستې يوه برخه چې له خلکو ډکه ده نړيږي.
د سټډیوم د څوکۍ په ډیزاین دغه ځای د لرګیو څخه جوړ شوی وو.
په سیمه کې د پولیسو مشر، هدایت الله ميمبرا، وويل چې د پيښې ډیری ټپیان نژدې روغتونو ته رسول شوي دي.
میمبرا زیاته کړه چې د لرګیو څخه جوړ ځای د خلکو ظرفیت نه درلود نو ځکه ونړيد.
د هغه په خبره، په دې سیمه کې وروستیو ورښتونو هم ښايی خپل نقش لوبولی وي.
هغه زیاته کړه چې دغه ځای تر ۳۵۰۰ کسانو پورې وړتیا درولوده، خو پر باور ېې چې تقریباً ۸۰۰۰ کسان په کې ناست ول.


