ويب ډیسک
سرچينې وايي، د خیبرپښتونخوا سر ښار پېښور کې پولیسو د پښتو ژبې د وتلي سندرغاړي کرن خان د موسيقۍ پر بنډار چاپه وهلې او د رپوټونو له مخې پوليسو يې د موسيقۍ الات مات کړي دي.
سرچينې زياته کړې، دغه پېښه تېره شپه شوې او ويډيوګانې يې پر ټولنيزو رسنيو هم خپرې شوې، چې خلکو د پولیسو دغه کار ته غبرګون ښودلی او په پراخه کچه یې غندلی دی.
د موسيقۍ د دغه محفل یو ګډونوال چې نوم يې دلشاد اپريدی دی د رسنيو سره په خبرو کې ويلي، دا زمونږ د يوه ملګري د واده پروګرام و او موږ نږدې ملګرو په يو حجره کې دننه د موسيقۍ يو ساده شان بنډار راجوړ کړی و.
کله چې پروګرام پيل شو نو دغه مهال پوليسو پر موږ چاپه ووهله، هغوی د پوليسو په جامه کې د الله اکبر نارې وهلې او د کرن خان په خوا يې ورمنډه کړل زموږ پر وړاندې یې د سندرغاړو د موسيقۍ الات مات کړل.


