دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍروسيه او فرانس په اروپا کې د امنيتي وضيعت په اړه ګډې...

روسيه او فرانس په اروپا کې د امنيتي وضيعت په اړه ګډې انديښنې لري

ويب ډیسک

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د فبرورۍ په ۷مه نېټه د دغه هېواد د پلازمينې مسکو په کريملين ماڼۍ کې د فرانسي له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره وکتل او په اروپا کې د امنيتي وضيعت او د دوه اړخيزو اړيکو په شمول د ځينو مسئلو په اړه يې ور سره خبرې اترې وکړې.

ولاديمير پوتين په خبرو کې ويلي چې دواړه هېوادونه په اروپا کې د امنيتي وضيعت په اړه ګډې انديښنې لري. نوموړي له فرانسې څخه مننه کړې چې د اروپا د امنيت خونديتوب او د اوکراين مسئلې د حل لپاره کوښښونه کوي.

ايمانويل ماکرون د اوکراين مسئلې د حلولو لپاره د نورماندي ميکاونيزم پر اهميت ټينګار وکړ او و يې ويل چې د دواړو مشرانو تر منځ کتنه به د دغې مسئلې د کړکيچ د زياتېدو په مخنيوي کې مرسته وکړي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه