دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعمران خان : اوس نړيوال سياسي او اقتصادي‌ وضعيت پېچلی کیږي

عمران خان : اوس نړيوال سياسي او اقتصادي‌ وضعيت پېچلی کیږي

ويب ډیسک

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۶مه نېټه بېجينګ کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره وکتل.

عمران خان د ۲۰۲۲م کال د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د ګډون لپاره بېجينګ ته راغلی دی.

شي جين پينګ وويل، چې چین په نړيوالو چارو کې د عدالتپر اصل ټينګار کړی او توان او باور لري چې خپل ملي حاکميت، امنيت او پرمختګ وساتي.

چين د خپلواکۍ، ملي‌ حاکميت او وقار د ساتلو او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د پاکستان له هڅو څخه ملاتړ کوي، چين غواړي‌ له دغه هېواد سره د پرمختګ د ستراتيژۍ په برخه کې همکاري وکړي او د چين او پاکستان اقتصادي‌ دهليز ته وده ورکړي او نور زيات لوی پروګرامونه تر سره کړي.

چين غواړي‌ له پاکستان سره د ملګرو ملتونو په شمول په څواړخيزو سازمانونو کې همغږي‌ وکړي او د نړۍ او سيمې سوله او ثبات خوندي کړي.

دواړه هېوادونه بايد د نړيوال پرمختګ د پېشنهاد د تطبيق او د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې د ابادۍ لپاره هڅه وکړي.

عمران خان وويل، چې اوس نړيوال سياسي او اقتصادي‌ وضعيت پېچلی کیږي، خو د چین پرمختګ نه شي بندېدلی. پاکستان او چين د هر فصل ملګري دي او پاکستان به په هر وخت کې له چين سره یو ځای ولاړ وي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه