دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهلتا منګيشکر له دې فاني نړۍ سره خدای پاماني وکړه 

لتا منګيشکر له دې فاني نړۍ سره خدای پاماني وکړه 

لیک : ډاکټر لطیف یاد

لتا مګیشکر دهند هغه سندرغاړې وه چې همدا اوس یې عمر دوه نوي کلونو ته رسېد ، د کرونا له ناروغۍ مړه شوه .لتا منګېشکر تېره جنورۍ کې پر کورونا وېروس له اخته کېدو وروسته د هندمومبئي ښار په یوه روغتون کې بستري شوې وه.

لتا منګیشکر د۱۹۲۹ زیږدیز کال دسپتمبر دمیا شتې په (۲۸) نېټه دهنددا ندهرا پردیش دایالت په ایندور کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلي وې .

دلتا منګیشکر دپلارنو م دیناناتھ منګیشکرچې په اصل کې مر هټه و او دمور نوم یې شوانتي منګیشکرچې په اصل کې ګوجراتۍ وه چې هغوی دواړوهم په مو سیقۍ کې  لتا منګیشکر پنځه کلنه وه چې پلار یې ورته دمو سیقۍ زده کړه پیل کړه. هسې هم په هندي ټولنه کې مو سیقي دمذهب یوه برخه ګڼله کیږي .

لتا منګیشکر په ۱۹۴۲ زیږدیز کال کې دخپل پلار دمړینې له کبله دخپلې کورنۍ دریو خویندو او یوه ورورپالنه پر خپله غاړه واخیستله.

نوموړې دکار روزګار دپیداکولولپاره سندروته مخه کړه او په ۱۹۴۲ زیږدیزکال کې یې په یوه مرهټي فلم کې سندره وویله خو دفلم ډایرکټر یې سندره خوښه نکړه، خو سره له دې هم لتا نا هیلې نه شوه.

لتا هغه وخت ښه وځلیدله چې په ۱۹۴۷ زیږدیزکال کې یې په یوه هندي فلم کې سندرې وویلې او دبالیووډ دسینما پاملرنه یې ځانته ور واړوله.

لکه چې دمخه مو وویل لتا منګیشکر درې خویندې او یوورور لري چې هغوی هم دموسیقی هنر تکړه مندان شمیرل کیږي چې دخویندو نومونه یې آشا بهو سلې، اوشا منګیشکر ، مینا کها دیکار او دورور نوم یې هریدیا ناتھ منګیشکردی.

لتا منګیشکرنه یوازې په هندي فلمونو کې سندرې ویلي وې ، بلکې په مرهټي،تامیل ، اردو بینګالي ، کنه ډا( دجنوبي هندیوه ژبه ده )، پنجابي او انګریزی ژبو یې هم سندرې ویلي دي .

دلتامنګیشکر سندرې زیاتره له لاند نیو هندي میوزیک ډایرکټرانو له خواکمپوز شوي دي: انیل بسواس، شنکر جی کیشن ،نو شاد علي ، آر.ډی. برمن ، امرناتھ، حسن لال،هیمنت کمار، خیام ، مدن مو هن ، کلیانجي انندجي ، ویسنټ ډیسائي، اوشا کهنه،هنسراج بیهي ، راوی، ساجد حسین،داتا نایک. راهولدیو برمن ، سلیل چودهري ، لکهشمي کانت پیاري لال، سودهیر پاډکي او. سي رامچندرا.

همداراز لتا منګیشکردلاندنیو هندي سندرغاړوسره غبرګې یا ( Duet) سندرې هم ویلې وې : محمد رفیع ، موکیش، مو هیندر کپور، مناډې اوکشور کمار.

لنا منګیشکر په ډیرو هندي فلمونو کې ستدرې ویلي دي چې دځینومشهورو فلمونو نومونه په لاندې ډول دي :دیدار ، بیجو بورا، اوړن کټولا، مادرانډیا ، مغل اعظم ، برسات. انار کلي، شیري چارسو بیس، چوري چوري ، دیوداس ، انتقام . دو راسته، بریم پوجاري ،پاکیزه ، هستي زخم، امر پریم ، کاروان ، ابهیمان .

،مو سم ، لیلا مجنون، هندوستان کي قسم ، هیرانجا ، آه،مدهومتي، عدالت ، استادشاګرد،آیا دن بهار ، ستیم شیوم سندرم او په زرګونو نور فلمونه.

دلتا منګیشکریوه مشهوره هیوادنۍ سندره (ای میرې وطن کی لوګون)یا ای زما دهیواد خلکو نومیږي چې د۱۹۶۳ زیږدیز کال دجنوری دمیاشتې په ۲۷ مه نېټه یې دهغه وخت دلومړي وزیرپنډت جواهرلال نهرو په وړاندې وویله او هغه ددغې سندرې په اوریدو وژړل اوترخپلوسترګو یې اوښکې تو یې کړې .

لتا منګیشکر دښې حنجرې او غږ په درلودلو سره لاندیني ایوارډونه او جایزې ترلاسه کړي دي :

۱- دفلم فیر ایورډ

۲-دپدما بهوشن ایورډونه دوه ځلې په کال ۱۹۶۹ او ۱۹۹۹ کې

۳- دبهارت رتنا ایوارډ په ( ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې )

 

دنوموړې مړينه هندي هنر او موسیقۍ ته ستره ضایعه ده .

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه