یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د بشري بحران د پراخېدو خبرداری ورکړی...

نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د بشري بحران د پراخېدو خبرداری ورکړی دی

ویب ډیسک

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) وايي، په افغانستان کې ۲۳ ملیونه وګړي، د روان ژمي پر مهال بېړنيو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دغه سازمان د افغانستان څانګې د جنورۍ پر ۲۸مه، پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د خوړو د نړیوال پروګرام د نورو همکارو سازمانونو په مرسته خوراکي توکي وېشي خو دا وېره یې هم ښودلې چې که چرې خلکو ته په وخت خوراکي توکي او نورو ضروري سامانونه ونه رسېدل نو دا به روان حالات نور هم خراب کړي.

له هغې ورسته چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمايي کې پر کابل کنټرول تر لاسه کړ، د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د بشري بحران د پراخېدو خبرداری ورکړی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه