یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد امریکا یوې محکمې د جوبایډن ادارې ته مهلت ورکړی چې د...

د امریکا یوې محکمې د جوبایډن ادارې ته مهلت ورکړی چې د افغانستان د کنګل شویو بانکي شتمنیو په اړه پرېکړه وکړي

ويب ډیسک

 

د امریکا یوې محکمې د ولسمشرجوبایډن ادارې ته دوه اونۍ نور مهلت ورکړی چې د افغانستان د کنګل شویو بانکي شتمنیو په اړه پرېکړه وکړي.

 

د راپورونو له مخې د نیویارک د منهاتن د محکمې قاضي سارا نیتبورن د امریکا د عدلیې وزارت ته د فبروري تر یوولسمې پورې وخت ورکړی څو د افغانستان د دې شتمنیو په برخه کې خپلې سپارښتنې وروسپاري.

 

تمه وه چې د امریکا حکومت د افغانستان د دې شتمنۍ په اړه خپلې سپارښتنې پرون (د سلواغې په اتمه نېټه) سپارلې وای.

 

د افغانستان بانک دا مالي شتمني د زمري په ۲۴مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم د نیویارک په فدرال بانک کې کنګل شوې.

 

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې مېرمن نیتبورن د دې پیسو اندازه اوه میلیارد ډالره ښودلې ځکه د نوموړې په وینا پر متحدوایالتونو د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې د پېښې د یوشمېر قربانیانو کورنیو د تاوان غوښتنه کړې، په داسې حال کې چې د دې شتمنۍ اصلي ارزښت ۹،۵ میلیارد ډالر اټکل شوی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه