ويب ډیسک
د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د افغانستان شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته د سفر په لړ کې تیره ورځ په جوزجان او فاریاب کې طالب سرتیرو ته وینا کې ویلي چې د «اسلامي امارت» ځواکونه د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او سرحدونو د دفاع وړتیا لري.
د طالبانو د دفاع وزارت داعلامیې له مخې هغه ویلي” د دې وخت رارسيدلى دى، چې ټول ورونه قومونه سره د هېواد په بيا ودانولو او پرمختګ کې کوښښ وکړو.”
د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز د طالب سرتیرو پر یووالي باندې ټینګار کړی دی.


