دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍیو لیک څه باندې پنځوس کاله وروسته له پولنډ څخه لېتوانیا ته...

یو لیک څه باندې پنځوس کاله وروسته له پولنډ څخه لېتوانیا ته ورسېد.

ويب ډیسک

دا لیک د ۱۹۷۰ کال په مارچ کې د اېوا په نوم یوې ۱۲ کلنې پولنډۍ نجلۍ په لیتوانیا کې خپلې قلمي همکارې ته استولی و.

اېوا په دې لیک کې شکایت کړی چې اوس-اوس د دوی کلي ته بسونه نه راځي او دا باید د سانتي ګراد په منفي ۲۳ درجې سړو کې په پښو ښار ته ولاړه شي.

لیتوانیایۍ مېرمنې ګینو ویفا کلونوفسکا چې اوس له شپېتو کلونو زیات عمر لري، دا لیک پرون د جنوري په ۲۸مه ترلاسه کړ.

هغې ویلي چې اېوا یې ډېره لږه په یاد ده ځکه وروسته له دې چې له هغې څخه یې د خپل لیک ځواب ترلاسه نه کړ، نو دې هم هغې ته د لیکونو استول بند کړل.

کلونوفسکا وايي، لومړی یې فکر وکړ چې څوک ټوکې ورسره کوي ځکه دې ته له امکانه لېرې ښکارېدل چې د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د یوه لیک رسېدل به ۵۱ کاله او ۹ میاشتې وخت ونیسي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه