دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهقطر، ترکيې او طالبانو د کابل هوايي ډګر د ادارې په اړه...

قطر، ترکيې او طالبانو د کابل هوايي ډګر د ادارې په اړه موافقه وکړه

ویب ډیسک

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ په ۲۸مه نېټه خبر ورکړ، چې قطر، ترکیې او د افغانستان لنډمهالي حکومت د جنورۍ په ۲۷مه نېټه په دوحه کې د کابل هوايي ډګر د ادارې په اړه د خبرو اترو تازه پړاو بشپړ کړی او د څو کليدي موضوعاتو په هکله يې موافقه کړې ده.

درې خواوې به په راتلونکې اوونۍ کې د خبرو اترو وروستی پړاو ترسره کړي. که دوی اړوند تړون لاسلیک کړي، نو د افغانستان ټول کورني او بهرني پروازونه به عادي شي.

طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه نېټه کابل ته داخل شول. له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په بهیر کې د کابل هوايي ډګر د ځغاستې لارو په شمول تجهیزات يې ویجاړ شوي دي.

ور پسې قطر او ترکيې د دغه هوايي ډګر د تجهیزاتو د ترمیم لپاره فني کار کوونکي کابل ته لېږلي دي.

د ترکيې د بهرنیو چارو وزير احمد داوود اوغلو څو ورځې مخکې ويلي، چې ترکیه او قطر به ښايي په ګډه د کابل هوايي ډګر په شمول د افغانستان ۵ هوايي ډګرونه اداره کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه