سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍعربي امارات ادعا کوي چې د ابوظهبۍ پر لور توغول شوي دوه...

عربي امارات ادعا کوي چې د ابوظهبۍ پر لور توغول شوي دوه بالستیک توغندي یي خنثی کړي دي.

ویب ډیسک

متحده عربي امارات ادعا کوي چې د ابوظهبۍ پر لور توغول شوي دوه بالستیک توغندي یي خنثی کړي دي. د متحده عربي اماراتو د دولتي خبري آژانس په حواله نن د دوشنبې په سهار د دوو بالستیک توغندیو په وسیله د ابو ظهبۍ د په نښه کولو هڅه شوې وه.

په یمن کې څوثي یاغیانو ویلي دي چې د دوی له خوا پر سعودي عربستان او متحده عربي اماتو بریدونه شوي دي، خو په دې اړه یي نور جزویات نه دي ورکړي.

تیره اونۍ هم پر ابوظهبۍ د ایران له ملاتړ څخه برخمنو حوثي یاغیانو له خوا برید شوی و، چې په پایله کې یي دری تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي و.

امارات هم د سعودي عربستان په مشرۍ هغه پوځي ائتلاف کې شامل دی چې د حوثي یاغیانو پر ضد د یمن د حکومت ملاتړ کوی..

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه