دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبان پلاوي :د ناروې خبرو اترو کې ښه پرمختګ شوی

طالبان پلاوي :د ناروې خبرو اترو کې ښه پرمختګ شوی

ویب ډیسک

د ناروې اېن ار کۍ (NRK) تلویزيون خبر ورکړی، چې د افغانستان د سرپرست حکومت د پلاوي وياند د جنورۍ په ۲۴مه نېټه يوه مطبوعاتي غونډه کې ويلي، چې دوی په ناروې کې ډېرې اغيزمنې خبرې اترې تر سره کړي او د افغانستان د بېلا بېلو ټولنو له استازو سره يې کتلي او د افغانستان د حالاتو په هکله يې يو د بل نظرونه اوريدلي دي.

وياند زياته کړې، چې د غونډې ګډونوالو په ازاده او ښه فضا کې خپل نظرونه او وړانديزونه وړاندې کړي او ښې خبرې يې ترسره کړې دي.

د غونډې ګډه اعلاميه کې ويل شوي، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او شته مسئلې بايد په خپله هوارې کړي.

د اېن ار کۍ تلويوزيون خبريال له دغه وياند څخه پوښتنه کړې، چې ايا دغه غونډه د افغانستان د سرپرست حکومت لپاره بريالی ګام دی؟ وياند د هو ځواب ورکړی او ويې ويل، چې د ناروې حکومت زموږ او د نړيوالې ټولنې تر منځ په ګډ ډګر کې خبرې اترې ترتيب کړې او دا يې يوه ښه شېبه بللې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه