د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک وايي، په افغانستان کې د خلکو وضعیت خرابېږي، خو نړیواله ټولنه یې ستونزې له پامه غورځوي.
ترک په جنیوا کې وویل، نړۍ د افغانستان خلک هېر کړي او وضعیت یې ورځ تر بلې خرابېږي. هغه د طالبانو له لوري د زدهکړو، کار، تګ راتګ او عامه ژوند پر محدودیتونو اندېښنه څرګنده کړه.
د ترک په وینا، ښځې او نارینه د جامو، ږیرې او موسیقۍ اړوند مقرراتو د ماتولو په تور نیول کېږي.
نوي فرمانونه د ښځو لپاره له مېړه څخه د جلا کېدو بهیر ستونزمنوي او د ماشومانو د ودونو او کورني تاوتریخوالي زمینه برابروي.
نوموړي زیاته کړه؛ ښځې له سیاسي او عامه پرېکړو هم نږدې په بشپړه توګه ایستل شوې۔
ترک وویل، په ګاونډیو هېوادونو کې مېشت افغانان له زیاتېدونکي فشار او جبري ستنولو سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له مخې، تر څلور لکو ډېر افغانان، چې ډېری یې له ایران او پاکستان څخه دي، په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
هغه زیاته کړه، ستانه شوي کسان له بېوزلۍ، د خوړو او پاکو اوبو له کمښت او روغتیايي، ښوونیزو او کاري خدمتونو ته له محدود لاسرسي سره مخ کېږي.
شاوخوا ۲۱،۹ میلیونه افغانان په ۲۰۲۶ کال کې بشري مرستو ته اړتیا لري، خو نړیوالې مرستې کمېږي۔
د ملګرو ملتونو چارواکي وايي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د مخالفانو، مذهبي لږکیو او رسنیو پر وړاندې د بشري حقونو سرغړونې دوام لري. د خبریالانو نیول، پر رسنیو سانسور او بدني مجازات هم لا هم ثبتېږي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړۍ نیمایي کې لږ تر لږه ۴۴۹ کسان د طالبانو له لوري په بدني مجازاتو محکوم شوي دي.
د ښځو د زدهکړو پر بندیز ولکر ترک وايي، ښځې او نجونې د طالبانو د واکمنۍ تر ټولو زیاتې زیانمنې شوې دي. له ۲۰۲۱ کال راهیسې له دوو میلیونو ډېرې افغانې نجونې او ښځې له منځنیو او لوړو زدهکړو بېبرخې شوې دي.
هغه ټینګار وکړ چې محدودیتونه یوازې زدهکړې نه، بلکې د ښځو کار، سیاسي ګډون، تګ راتګ او ټولنیز ژوند هم اغېزمنوي.


