دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمجاهد : حکومت د ملګرو ملتونو د سرمنشي لخوا له امریکا د...

مجاهد : حکومت د ملګرو ملتونو د سرمنشي لخوا له امریکا د افغانستان د پانګې د خلاصون غوښتنه ستایي.

ویب ډیسک

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګویتېرېش له واشنګټنه هیله وکړه چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ورپرېږدي.

ګویتېرېش د جنورۍ پر ۱۳مه په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې همداراز د ځینو شرایطو له مخې د شاوخوا ۹،۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان د کنګل شویو اسعارو او شتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه.

 

ګویتېرېش وویل، د افغانستان لپاره د نړیوالو مالي مرستو پرېښودنه وغوښتله چې په سرکاري ادارو کې د کارمندانو تنخاګانې ورکړل شي او دولتي ادارې د روغتیا او تعلیم غوندې ضروري خدمات وړاندې کړای شي.

 

د طالبانو ویاند ذبیح‌ الله مجاهد د جنورۍ پر ۱۴مه پر ټویټر لیکلي چې د دوی حکومت د ملګرو ملتونو د سرمنشي لخوا له امریکا د افغانستان د پانګې د خلاصون غوښتنه ستایي.

 

د مجاهد په وینا، داسې دریځ نیول، د ملګرو ملتونو بې‌پریتوب او د ملتونو د حقوقو په اړه د دغه مهم نړیوال سازمان وقار ته ګټه رسوي.

 

واشنګټن د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا ۹،۵ میلیارده ډالره شتمنۍ کنګل کړې دي.

 

امريکا له طالبانو غواړي چې بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو حقوق رعایت کړي او یو ټول‌ شموله حکومت رامنځته کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه