یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکرزي په طالبانو غږ وکړ چې د افغانانو د بیرته راستنیدو په...

کرزي په طالبانو غږ وکړ چې د افغانانو د بیرته راستنیدو په برخه کې لا ډیرې هڅې وکړي

ویب ډیسک

افغانستان ته بشري قوې د لیږلو په هکله د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان څرګندونو ګڼ شمیر غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوې اعلامیې په خپرولو سره افغانستان ته د متخصصینو د لیږد په برخه کې د پاکستان د وړاندیز هرکلی کړی خو وايي چې افغانستان په خپله ښه کدرونه لري. پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي:

«افغانستان تجربه لرونکي او متخصص کدرونه او همدا راز سلګونه زره تحصیل کړي هلکان او نجونې لري چې په کور دننه او بهرنیو هیوادونو کې یې په مختلفو برخو کې زده کړې کړي دي.» د کرزي په خبره، په دې توګه افغانستان له بهر څخه هیڅ متخصصې ډلې ته اړتیا نه لري.

د افغانستان پخواني ولسمشر همدا راز پر طالبانو هم غږ کړی څو کاري زمینه او هیواد ته د افغانانو د بیرته راستنیدو په برخه کې لا ډیرې هڅې وکړي.

حامد کرزي د اعلامیې په یوه برخه کې ویلي: «د کاري فرصتونو او د ځوانانو د استخدام سربیره دې د هغو افغان متخصصینو او کدرونو بیرته راوستلو ته زمینه برابره شي چې اوسمهال په غربت کې ژوند کوي ترڅو خپل ګران هیواد په خپلو مټو باندې آباد کړي.»

عمران خان څو ورځې وړاندې ویلي وو چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي له پاره دې دغه هیواد ته روزل شوې بشري قوه واستول شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه