ويب ډیسک
طالب چارواکو نن شنبه جنورۍ ۱۵ (مرغومې ۲۵) په کابل کې د (مالیاتو راټولولو اونۍ) په مناسبت غونډه کې له خلکو په ځانګړي ډول له پانګولو څخه وغوښتل چي خپلې مالیې پر وخت ورکړي.
د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي یادې غونډې ته وویل:”که چیري د عواید راټولولو او یا د مالیاتو په نورو برخو کې شکایت وشوو، مسؤلین په قاطعیت او جدیت سره هغه ته رسیدګي کوي.”
ښاغلي حنفي مدعي شو چې په تیرو دوو لسیزو کې زیات عواید د خلکو «شخصي جېبونونو» ته تلل او پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت مخکې اکثره پخوانیو چارواکو «شخصي ګټې» تعقیبولې.
هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره د طالبانو د حکومت هڅې روانې دي.
عکس: د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي


