یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغان سياست پوهني يو کرونولوژيک اثر..!

د افغان سياست پوهني يو کرونولوژيک اثر..!

لیک : زاهد الله زاهد

حفیظ الله امین يو ځاى په خپله مقاله کي ليکي، ” انګليس چي د استعمار په تاریخ کي يو خاص موقف لري. او د ډېرو ملتونو د انساني حقوقو نه يې ناجایزي استفادې کړي، ډېر خلک يې ووژل او په دې سلسله کي يې پر هند باندي تسلط پيدا کړ. د هند قاره د دوى د صنعتي فابریکو د محصولاتو له پاره ډېر لوى بازار و.

د هند قارې چي د دوى له پاره د طلايي ځمکې حيثيت درلود،د انګليسانو د عيش او نشاط بازارونه ورباندي تاوده او د بادارۍ او مطلق العنانې نيلى يې ډېر مست او په شهنار و.

کله چي دوى د بنارس د پېغلو د تکو اوبدلو په واسطه د خپلو منسوجاتو بازار په هند کي له خطر او زوال سره مخامخ حس کړ، نو د هند د ډېرو پېغلو ګوتي يې پرې کړې. استعماريون يوازي يو هدف لري چي هغه د نورو د زيار، ژوند او کار په واسطه د شخصي منافعو تامينول دي.”

همداراز افغان انقلابي استاد امير اکبر خيبر وينا ده، چي” دا يو مسلم او منل شوى حقیقت دى، چې که يو ولس سياسي خپلواکي نه لري او د بل تر اسارت لاندې ژوند کوي د هغه ټول مادى او معنوي او استعدادونه به نه يوازې د مسلط نظام په ګټه وي بلکه هغه ټول به د ځان بلا او لوى تکلیف وي، مال به د ده وي خو اختيار به يې د بل، څه چې يې زړه غواړي هغه به کولاى شي او څه چې يې زړه نه غواړي هغه به پرې کېږي. زحمت او کړاو به د ده وي، خو ګټه به يې د نورو. په پښتونخوا د اوياکلن استعماري تسلط عين دغه حال دى.

د  پښتونخوا د اقتصادي منابعو ګټه  یوازې د پاکستان  مرکزي حکومت په جېب کې لويېږي، مثلا د ورسک د برښنا ستيشن په پښتونخوا کې واقع دى خو کورونه پرې د پنجاب رڼا کېږي او فابریکې يې پرې چلېږي.

په مقابل له پنجاب له خوا پښتونخوا ته څه شى راځي؟ اومه مواد له خیبر پښتونخوا له سيمې څخه په ډېر ارزانه بيه پنجاب ایالت ته پېرودل کېږي او په مصنوعي شکل بېرته په پښتنو په ګرانه بيه خرڅېږي.”

د سياست او اقتصادي ګټو د چپلقش په مورد مې د ٢٠٢٢ﺀ ميلادي کال د لومړي کتاب اعزاز د پښتانه مترقي ليکوال صدر ډاکټر لياقت تابان صيب نوى کتاب ” د سياست، معيشت، ادب تړاو او د پښتنو شتمنۍ” مي ترلاسه کړ چې زما په اند د افغان سياست پوهني په لړ کي يو ارزښتناک کرونولوژيک اثر دى.

په دې لنډ او مختصر کتاب کي د لر او بر افغان وطن سياسي منظرنامه، جغرافيه، ادب، محکوميت، اقتصاد، قدرتي زېرمې او تر ټولو زيات جيوپوليتيک ارزښت په ډېر څرګند ډول بيان سوي دي، ورسره يې د سياست، معيشت، ادب تړاو او د پښتنو شتمنۍ اساس يې کړۍ په کړۍ د يو ځنځير په توګه معرفي کړي دي او روان نامساعده عصر او زمان يې د افغان ټاټوبي د ګټو او تاوان په تناظر کي کتلي، شنلي او سنجولي دي.

سياست، معيشت او ادب چې درې واړه بيل بيل موضوعات دي او هره موضوع ځانته مقررات او ځانګړنې لري خو د دې ټولو بالواسطه يا بلاواسطه اساس له يو بل سره تړلى دى.
د بېلګي په توګه، افغانستان د منځنۍ آسیا په منځ کې پروت يو لېنډ لاک هيواد دى، د ختيځ او لويديځ پورې د مادي تولیداتو د ترانسپورت يو چارسو دى او بل افغانستان د پاکستان سره يوه لويه تاريخي جغرافيايي کشاله د ډيورنډ کرښې په نوم لري، ورسره د افغانستان اقتصادي تکيه په پاکستان ولاړه ده.

نو راسئ لږ يې سياسي او اقتصادي کږلېچونو مقايسه کړو.

١ : افغانستان که امن او ثبات ومومي او اقتصاد يې په پښو ودرېږي نو اول به له لوېديځ او نوري نړۍ سره اقتصادي پرمختګ ته لار جوړه کړي، خپل تولیدات چې پاکستان ته په نيمه بيه پېرودل کېږي، هغه به په لوړه کچه بهر ولېږدول شي،
٢ : د ډيورنډ کرښه پوښتنه به پيل کړي .

٣ : د افغانستان او پښتونخوا وطن پانګه به له بهر هيوادونو خپل هيواد ته منتقل کړي،
٤ : د خپلو اوبو مدريت به په خپلو لاسونو کې واخلي او د افغانستان د قدرتي زېرمو استخراج به د وطن په ګټه تمام شي،
٥ : افغانستان او پښتونخوا به د خپل جيوپوليتيک پر اساس تجارتي مرکز وګرځي.

او بلها نورې ملکي او ملي ګټې، خو دا هر څه څنګه څلوېښت کاله د مذهبي جګړې شومه وګرځېدل، چې لنډيز يې په دې ډول دى.

د نړۍ تر ټولو لوى هيواد روسيه کې د پانګوالي نظام په ځاى سوسياليستي نظام رامنځته سو او پانګوالي استعماري نظام يې چېلنج کړو او ورسره افغانستان د خپل سرنوشت بدلولو پر لور د نړۍ سره سم قدم واخيست، د خپل استقلال پر اساس يې د نړۍ سره روابط پرانستل، دلته د هغه وخت د برطانوي هند اقتصادي او ملکي بنسټونه ولړزېدل، او ورسره نړيوال پانګوال استعماري قوت په سيمييز حالت کې د خپلو پښو کمزوري کېدل حس کړو، استعمارچیانو وروسته پاکستان  د خپلو ګټو لپاره  مورچل کړو.

، د عربو شېخانو تېل پيدا شول او استعمارچیانو سره يې ګټه مشترکه سوه نو يې جګړه هم مشترکه سوه، مذهبي بنسټپالنه يې د عربو په مرسته د پاکستاني رياستي سرپرستي تر چتر لاندې خپره کړه او په افغانستان يې د دويمې نړيوالې جګړې وروسته تر ټولو لوى خونړۍ سړه جګړه پيل کړه، افغانستان ړنګ سو، استقلال يې بايلود، تعلیم يافته او سياسي طبقه يې ووژل سول، ځوان طبقه يې د عرب هيوادو د تېل تولیداتو په نتیجه کي د عربي نړۍ له سره جوړښت کې د ارزان بيه مزدور په توګه استعمال سو، نړیوالو استعماري ځواک نور مضبوط سو، ډيورنډ کرښې مسئله په خپل ځاى پاته سوه، د افغانستان په اوبو پاکستان خړوب سو، د افغانستان خپل تولیدات له منځه لاړ، ټول اقتصادي تکيه يې په پاکستان سوه او پاکستان ته په ټولو څنګلورو کې د خپلو مصنوعاتو د خرڅلاو لپاره افغانستان يو ښه مارکېټ په لاس ورغلى چې په نتیجه کې د افغانستان زياته پانګه هم پاکستان ته منتقل سوه او لا هم منتقل کېږي.

د دې ټولو کږلیچونو بنسټ ملکي معاشي ګټي دي او د دې ګټو ترلاسه کولو لپاره سياسي تاکتیک پکارول کېږي او له مذهب څخه يې د يو تاکتيکي ټولز په توګه استفاده کېږي. ورسره ورسره ادب له لارې، د اليکترانيک او پرنټ رسنیو له لارې او له تهېټر له لارې د رياستي بيانيه خپرولو او پروپاګند په توګه سياسي شوم موخې او اقتصادي ګټې ترلاسه کولو لپاره زمینه مساعده کولو کار ځينې اخيستل کېږي.

د دې پورتنيو بېلګو څخه مراد دا دى چې سياست، معيشت او ادب ( که څه هم ما ادب برخه نکړه بحث) د يو بل سره تړلي دي او که څوک په خاص توګه پښتانه د قامي سياست او قام ګټو خوندي کولو لپاره مبارزه کوي نو له هغه لپاره اړينه ده چي له دې واړه موضوعاتو باندې لږ تر لږه ځان پوه کړي.

په دې هکله يو نوى کتاب ” د سياست، معيشت، ادب تړاو او د پښتنو شتمنۍ” يو مختصر، جامع او د روان حالت عکاس دى، تاسې ټول ورته د ويلو لپاره رابولم ترڅو بنيادي سياسي زدکړه ځينې وکړئ.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه