دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبانو د پخوانیو چارواکو د بانکي حسابونو د خلاصولو امر کړی دی

طالبانو د پخوانیو چارواکو د بانکي حسابونو د خلاصولو امر کړی دی

ويب ډیسک

حکومتي چارواکو د یوه مکتوب له لارې افغانستان بانک ته لارښوونه کړې چې د پخوانیو چارواکو چې له افغانستان څخه نه دي وتي بانکي حسابونه دې بېرته خلاص شي.

 

په دغه مکتوب کې راغلي دي چې د پخوانیو هغه چارواکو چې اوسمهال په افغانستان کې دي او له حکومت سره کار کوي، د اړوند ادارې د سرپرست تر تایید وروسته دې بانکي حسابونه خلاص شي او هم دې معاشونه ورته اجرا شي.

 

خو هغه چارواکي چې له حکومت سره دندې نه ترسره کوي او په افغانستان کې دي محض بانکي حسابونه دې بېرته خلاص شي خو معاشونه دې نه ورته اجرا کیږي.

 

مکتوب زیاتوي چې د تېر حکومت هغه دولتي چارواکي چې اوسمهال له هېواد څخه بهر مېشت دي او رسما یې خپل مسوولیت نوي حکومت ته نه وي سپارلی اکونتونه دې يې تړلي پاتې شي.

 

همدا راز هغه حسابونه (شرکتي او انفرادي) چې په هغه کې د لوړپوري چارواکي سهمدار دي او له هېواد څخه بهر مېشت وي، د سهم په اندازه دې شتمني ګنګل شي.

 

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه