یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد خیبر پښتونخوا دته خېلو سیمه کې دوه پاکستاني سرتیري په برید...

د خیبر پښتونخوا دته خېلو سیمه کې دوه پاکستاني سرتیري په برید کې وژل شوي

ويب ډیسک

پوځي رسنیو  ویلي، د پاکستان د پوځ دوه سرتېري هغه مهال شهیدان شول چې ترهګرو د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمه کې پر پوځي چیک پوسته برید وکړ.

د پوځ د خدماتو عامه اړیکو (آی ایس پي آر) د شنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي چې ترهګرو د شمالي وزیرستان ضلعې په دته خیل کې یوه پوځي پوسته په نښه کړې ده.

آی ایس پي آر زیاته کړه: «د ډزو سخت تبادلې پر مهال دوه عسکر- نیک رحمان، عمر ۲۷ کاله، د چترال اوسیدونکي او لانس نیک عارف، عمر ۲۲ کاله، د ټانک اوسیدونکي- شهادت ته غاړه ورکړه.»

د پوځي رسنیو وویل چې په سیمه کې د لټون عملیات د نورو ترهګرو د له منځه وړلو لپاره ترسره کیږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه