ويب ډیسک
حسن اخوند په خپلو خبرو کې وويل چې د تښتېدلي ادارې د خلکو څخه ۱۱ لکه امريکايي ډالر په ارګ کې غورځېدلي وو چې طالبانو په ارګ کې يو ځای او بل ځای پيدا کړي وو او ماته يې تسليم کړل.
هغه د افغانستان بندو پيسو په اړه وويل که چېرې کنګل شوې پيسې افغانستان حکومت ته ورکړل شي نو شته ډېری مشکلات به حل شي، حسن اخوند په هېواد کې روانې بېکارۍ ملامتي هم په تېر حکومت واچوله او تېر حکومت يې د امريکا ګوډاګۍ اداره وبلله، ده وويل په تېر حکومت کې د يو کلي خلک بل کلي ته نه شو تللی خو اوس هر څوک کولی شي هر چېرته لاړ شي.
حسن اخوند همدا ډول د امارت غړو ته وويل چې بايد خپل ملت ونه ځوروئ او د هغوی سره د نرمۍ څخه کار واخلئ، هغه د واليانو او ولسوالانو څخه په خاص ډول غوښتنه وکړه چې بايد خپلې دروازې د ولس پر وړاندې خلاصې وساتئ او که چېرته تاسو د ملت پر وړاندې خپلې دروازې بندې کړئ نو خدای پاک به ستاسو پر وړاندې د رحمت دروازې بندې کړي.
اخوند د هغو کسانو په اړه چې د خلکو کورونو، دوکانونو يا نورو ځايونو ته ورځي او خلک ځوروي دا کسان د ا.ا مجاهدين نه دي بلکې غله، ټوپکماران او د خدای ( ج) دښمنان دي، د امارت د لورې عمومي عفوه د نړۍ ترټولو لوی د بشريت او رحم دلۍ ښه مثال ياد کړ.
هغه همدا ډول د تېر حکومت په تشکيل هم نيوکې وکړې او ويې ويل آيا تېر حکومت افغان شموله و؟ او آيا د ښځو حقوق به همدا وو چې تېر حکومت ورکړي وو؟
هغه وويل چې افغانستان کې د ښځو لپاره غوره حقوق اسلامي امارت ورکړل چې اوس هيڅوک نه شي کولی چې په ټول افغانستان کې ښځې ته په سپکه سترګه وګوري.
هغه د خپلو خبرو په اخره کې وويل چې د ا.ا.ا په بهرنئ پاليسۍ کې هيڅ ډاسې څه ځای نه لري چې د ګاونډيانو او يا نړۍ نورو هېوادونو په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي.


