ويب ډیسک
قطر وايي، نړیواله ټولنه دې د افغانستان د منزوي کولو پرځای باید بشري مرستو لیږلو کې برخه واخلي
د رسنيو د راپورونو له مخې، د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني دا خبرې.
تېره ورځ د سلوانیا د بهرنیو چارو وزیر «انزي لوګر» سره ددغه هېواد پلازمینه «لیوبلیانا» کې کړي او نړیواله ټولنه یې هڅولې چې له مختلفو افغان جهتونو سره د راکړې ورکړې له لارې افغانستان له بشري ناورین څخه وژغوري.
نوموړي همدا راز له افغان حکومت څخه غوښتنه کړې چې د خلکو حقونو ته درناوی وکړي او په سیاسي پروسه کې ټولو ته برخه ورکړي. هغه ویلي اوس ددې اړتیا موجوده ده ترڅو نړیوال په افغانستان کې د ترهګرۍ سره د مبارزې په هکله ډاډ ترلاسه کړي.
آل ثاني په ټینګار سره ویلي، چې هېواد یې هڅه کوي چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې خپلو مسئولیتونو ته متوجه کړي او د افغانستان د اقتصادي سقوط مخنیوی وکړي


