ويب ډیسک
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د ترکیې سرحدي ځواکونو د ایران پولې ته څېرمه د بیتلیس په ښار کې ۱۴۹ افغان کډوال نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ترکیې له ایران سره پر پوله سخت امنیتي تدابیر زیات کړي ترڅو د افغان کډوالو د تګ راتګ مخه ونیسي.
د دغه راپور پر بنسټ په یوه باروړونکي موټر کې د کډوالو د قاچاق په شک یو تن نیول شوی دی.
د سیمه ییزو چارواکو په وینا چې دغه افغان کډوال د استراج مرکز ته لېږدول شوي دي.
داپه داسی حال کی ده چی دافغانستان اسلامی امارت لخوا دکابل تر نیولو وروسته له افغانستان څخه مهاجرین زیات شوی دی.


