دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان کې سرشمېرنه یو ځل بیا کیږي

پاکستان کې سرشمېرنه یو ځل بیا کیږي

ویب ډیسک

د پا کستان وفاقي حکومت وايي چې په هېواد کې نوې سرشمېرنه کوي او د ۲۰۲۳ز کال پارلېماني ټاکنې به د همدې له مخې کوي.

د سېپټېمبر پر ۱۱مه په کراچۍ کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال د ترقۍ او منصوبه بندۍ وفاقي وزیر اسد عمر وويل چې دا سرشمېرنې به په روايتي نه بلکې پر ساينسي طریقه کېږي.

“موږ په هېواد کې نوې سرشمېرنې کوو ، دا به د پاکستان په تاريخ کې ړومبۍ ځل وي چې د دې لپاره به ډېجیټل ټېکنالوژي کارول کېږي. د دې لپاره به موږ د انفارميشن ټيکنالوژۍ وزارت، پاکستان ټېليکمیونېکشن اتارټي، سپارکو، نادرا او نيشنل ټېلیکام کمپنۍ کاروو او د دې ټولې ډانچې به جيو ټيګنګ کيږي او نوې پارلېماني ټاکنې به د دې نوې سرشمېرنې په بنیاد کېږي.”

د اسد عمر په خبره د نوې مردم شمارۍ پرېکړه هغه وخت شوې وه چې کله د ۲۰۱۷ز کال د سرشمېرنې په نتیجو د بلوچستان او سیند صوبایي حکومتونو اعتراضونه کړی ول.

د نوموړي په خبره د پاکستان شماریاتو ادارې یوې تيکنيکي ډلې په دې اړه کار کړی او تر حتمي پرېکړې مخکې به حکومت په دې اړه له ټولو ښکېلو غاړو سره مشوره کوي.

اسد عمر ويلي چې د کابينې تر منظورۍ پس به دا موضع د مشترکه مفاداتو کونسل مخې ته ږدي او چې هغوی پرې سلا شي نو بیا به په ۱۸ میاشتو کې د مردم شمارۍ دا عمل پوره کوي.

خو د قامي اسمبلۍ پخوانې سپیکر او د پاکستان پيپلز ګوند یو مشر فیصل کریم کنډي د سېپټېمبر پر ۱۲مه یوې رسنۍ ته وويل چې د ۲۰۱۷ز کال د مردم شمارۍ په نتيجو د سیاسی ګوندونو او صوبايي حکومتونو تر اعتراضونو پس موجوده حکومت دا ژمنه کړې وه چې په دې لړ کې به کمېټۍ جوړوي او د دغو تحفظاتو به حل راباسي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه