دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکرزی: د حکومت د ټولشمولۍ لپاره نور هڅو ته اړتیا ده

کرزی: د حکومت د ټولشمولۍ لپاره نور هڅو ته اړتیا ده

ویب ډیسک

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی وايي طالبانو اوس یوه سرپرسته کابینه اعلان کړی او دا هیلمند دی چې د ټولشمولۍ لپاره به یې راتلونکې کې اقدامات وشي.
ښاغلي کرزي له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې همدارنګه د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانستان کې د طالبانو د نوي حکومت په رسمیت پیژندل هم مهم بللي او ویلي یې دي چې طالب مشران او نور افغانان باید ددې لپاره کار وکړي څو نړیواله ټولنه د افغانستان حکومت په رسیمت وپیژني او مرستې ورسره وکړي.

پخواني افغان ولسمشر په دې مرکه کې وویل چې له یو شمېر طالب مشرانو سره یې په لیدنو کتنو کې دا درد کړې چې طالبان به اوسني حکومت کې د نورو د شمولیت لپاره اقدامات وکړي.

ښاغلي کرزي په پنجشیر کې د جګړې په رامنځ ته کیدو خواشینی وښوده او ویې ویل چې هیلمند په راتلونکې د دواړو خواوو ترمنځ نوره جګړه ونه شي او پاتې مسالې په خبرو هوارې شي.

حامد کرزي وویل د ” طالبانو د اسلامي تحریک ” مشرانو ته یې مشوره داده چې خپلو مخالفانو ته دې غیږه پرانیزي او ښځو او نجونو ته دې د کار او زده کړو شرایط برابر کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه