دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهوال‌سټریټ ژورنال: ط.البانو د نړیوال رسمیت ګټلو لپاره هڅې ګړندۍ کړې

وال‌سټریټ ژورنال: ط.البانو د نړیوال رسمیت ګټلو لپاره هڅې ګړندۍ کړې

ویب ډیسک

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په یو راپور کې ویلي چې د ا.ا.ا هڅه کوي د نړیوال رسمیت تر لاسه کولو لپاره خپل دریځ کې نرمښت راولي. د ورځپاڼې په خبره، د ا.ا.ا درک کړې ده او پوهېږي چې نړیوال رسمیت څومره مهم دی او څومره ارزښت لري.

د ورځپاڼې په وینا، ط.البان شعار ورکوي چې ښځو ته به د اسلام په چوکاټ کې ټول حقونه ورکړي او نورو بشري حقونو ته به هم درناوی کوي خو نړۍ د دې او د یو شمېر نورو مهمو ژمنو په اړه د ط.البانو عمل ته په تمه ده او ګوري چې دغه ډله څومره بدله شوې ده. د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط څخه نږدې یوه میاشت په تېرېدو ده خو تر اوسه پورې هیڅ هېواد د ا.ا.ا حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د راپور له مخې، ملګري ملتونه او یو شمېر نور هېوادونه لیواله دې چې له ا.ا.ا سره د لوړې کچې اړیکې پرانېزي خو شرط یې دا دی چې ط.البان باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه