ویب ډیسک
د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو چاودنې پنځه پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او درې نور سخت ټپیان شوي دي.
راپورونو کې د پاکستاني پوځ له قوله راغلي چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د پوځیانو موټر په ګزمه له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و. د پاکستاني ط.البانو تحریک د برید پړه منلې او د ورته نورو بریدونو خبرداری یې ورکړی دی.


