ویب ډیسک
د جمهوري ریاست پخوانی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم وايي، وسله وال طالبان څو ځله شمال ته راغلي، خو «عبرت» یې نه دی اخیستی.
نوموړي نن په بلخ ولایت کې خبریالانو ته ویلي چې طالبان څو ځله شمال ته راغلي، خو په خبره یې په «دام» کې لوېدلي دي.
مارشال دوستم زیاته کړه چې له شمال څخه راوتل اسانه نه دي او په خبره یې راغلي طالبان به هم د هغوی د نورو پخوانیو طالب مشرانو (ملا فاضل) په برخلیک اخته شي.
هغه وویل چې له تخار، جوزجان او پنجاب له اړخونو څخه به پر طالبانو عملیات پيل کړي او په خبره یې ټول خلک به یې پر وړاندې ودریږي.
دا په داسې حال کې چې طالبانو د مارشال عبدالرشید دوستم د اوسېدو ځای د جوزجان ولایت مرکز شبرغان هم نیولي دي.
مارشال عبدالرشیدو دوستم تیره شپه له خپلو پلویانو سره له کابل څخه بلخ ولایت ته تللی دی.


