دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکشمیر ددرانیانو دامپراتورۍ په وخت کې (پنځمه برخه )

کشمیر ددرانیانو دامپراتورۍ په وخت کې (پنځمه برخه )

لیک :ډاکټر لطیف یاد

دتیمورشاه دراني دواکمنۍ دوره او په کشمیر کې افغاني حکمرانان:
تیمورشاه ابدالي دخپل پلار احمدشاه بابا ترمړینې وروسته پاچاشو.دده دواکمنۍ په وخت کې هم دکشمیر سیمه دافغانستان یوه برخه وه ، هغو افغاني صوبه دارانو چې په کشمیر کې د تیمورشاه دراني په وخت کې هلته راج او ځواک چلولی دی نومونه یې دادي :

۱۲- حاجی کریمداد خان
دامیر خان جوان شیر تر نیولو وروسته حاجي کریمداد خان په ۱۱۹۰ لیږدیز/هجري کال کې ددراني تیمورشاه له خوا دکشمیر ددسیمې د افغاني صوبه دار یا حاکم په توګه وټاکل شو. نوموړي میر فاضل کنت دکشمیر دصوبې دمالیاتي چارو مسئول وټاکه او دقاضي عبدالرحیم ورور نورمحمد یې دکشمیر دقاضي په توګه وټاکه . همداراز دلارام قلي خان ته یې هم لوی منصب ورکړ.همداراز حاجي کریمدادخان په هماغه کال خپل مشر زوی مرتضی خان له کابله وروغوښت او هغه ته یې لوړه پوځي دنده ورکړه.

حاجي کریمداد خان دخپلې صوبه دارۍ په وخت کې ډیره سخته پالیسي غوره کړه او دډیر زور او شدت نه یې کار اخیسته. نوموړی د ۱۱۹۷ لیږدیز/هجري کال دمحرم دمیاشتې په دولسمه نیټه وفات شواو دده تر مړینې وروسته دده زوی آزاد خان دکشمیر افغاني حکمران وټاکل شو.

۱۳- آزادخا ن
لکه چې دمخه مو وویل دی دخپل پلار ترمړینې وروسته په ۱۱۹۷ لیږدیز/هجري کال دکشمیر دسیمې دصوبه دار په توګه وټاکل شو. ده خپل او دخپل پلار دښمنان وځپل او په پای کې یې ددراني تیمورشاه له اوامرو نه سرغړونه پیل کړه .همدا وجه وه چې دراني تیمورشاه ، میرزا محمد علي خان چې په کفایت خان سره مشهور و آزادخان ته ددې مقصد لپاره ورولیږه چې هغه ته نصیحت وکړي . محمد علي خان آزادخان ته تر نصیحت کولو وروسته له هغه نه درې لکه نغدې روپۍ واخیستې او او ددراني پاچا حضور ته ورستون شو.د غه ایلچي لا په لاره کې و او کابل ته نه ورسیدلی چې تیمورشاه د آزاد خان ورونه مرتضی خان او زمان خان دده دایل کولو لپاره ددیرش زرو تنو سپرو او پوځونو سره ورولیږل . آزادخان دتیمورشاه ددې رالیږل شوي پوځ سره وجنګید او بریالی شو.

تر دې وروسته یو ځل بیا تیمورشاه دراني دسیف الدوله مدد خان اسحاقزي په مشرۍ یو پنځوس زریز لښکر جوړ او دازادخان دټکولو أباره یې ورواستاوه . په پایله کې آزاد خان تر ډیرو جګړو وروستهمحاصره شو او خپل ځان یې پخپله وواژه. دده دصوبه دارۍ موده دوه کلونه او پنځه میاشتې وه .

۱۴-مددخان اسحاقزی ( ساکزی)
دازادخان ترمړینې وروسته مددخان اسحاقزی په ۱۱۹۹ لیږدیز/هجري کال کې ددراني امپراتورۍ له خوا دکشمیر دسیمې افغاني صوبه دار وټاکل شو. دي عادل او رعیت پالونکی سړی و. ده په ډیر شان او پرتم او ښه وجه دکشمیر دصوبه دارۍ چارې پر مخ بوتلې او نهه میاشتې ددغې سیمې صوبه دار پاتې شو.

۱۵- میر دادخان
تر مدد خان اسحاقزي وروسته دده زوی میردادخان د کشمیر دصوبې افغاني صوبه دار وټاکل شو. نوموړي ملا غفار خان خپل نائب او ملا حبیب الله دکشمیر دقاضي په توګه وټاکه .ملا قوام الدین ته یې دعدل او انصاف دادارې چارې ورو سپارلې او دلارام قلي حان یې ددیوان یا دپولي چارو دمسئول په توګه وټاکه . میر دادخان په ۱۲۰۲ لیږدیز /هجري کال دیوې سختۍ ناروغۍ په وجه وفات شو . په کشمیر کې دده دصوبه دارۍ موده دوه کلونه او نهه میاشتې وه.

۱۶- ملا غفارخان
دمیرداد خان تر مړینې وروسته ملا غفارخان په ۱۲۰۲ لیږدیز /هجري کال دکشمیر افغاني صوبه دار وټاکل شو ، خو دده دصوبه دارۍ موده یوازې څلور میاشتې وه . تر هغه وروسته جمعه خان الکوزی دکشمیر افغاني صوبه دار وټاکل شو.
( نوربیا)

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه