لیک ډاکټر لطیف یاد
۱۰- په کشمیر کې دخرم خان دویم ځل صوبه داري :
خرم خان ددراني امپراتورۍ له خوا په ۱۱۸۴ لیږدیز/هجري کال ددویم ځل لپاره دکشمیر صوبه دار وټاکل شو.ده میر حسین کنت ته چې دلعل خان دبند او قید نه یې خلا صون موندلی و لوړه دنده ورکړه، خو خرم خان دا ځل دکشمیر دصوبه دارۍ چارې په ښه ډول سنبال او اداره نه شوې کړای ، هماغه و چې امیرخان جوان شیر ددراني امپراتورۍ مشر ته یو لیک ولیکه او په هغه کې یې دخرم خان دلاسه شکایتونه ولیکل او دراني امپراتورۍ هم په کشمیر کې دخرم خان پر ځای دامیرخان جوان شیر دټاکلو فرمان صادر کړ. داځل خرم خان په کشمیر کې یوازې شپږمیاشتې صوبه داري وکړه.
۱۱- امیر خان جوان شیر:
دی په ۱۱۸۴ لیږدیز/هجري کال کې ددراني امپراتورۍ له خوا د کشمیر پر صوبه دارۍ وټاکل شو.ده په کشمیر کې دامنیت او نظم په راوستلوکې ډیرې هلې ځلې وکړې ،دده دصوبه دارۍ په وخت کې لعل خان دبغاوت جنډه اوچته کړه ، خو امیرخان جوان شیر دمیر حسین کنت زوی میر فاضل کنت دهغه سره دمقابلې لپاره وټاکه او ترډیرو جګړو او وینو تویولوپه پایله کې لعل خان ماتې وخوړه..
ترڅه مودې وروسته درانی احمد شاه بابا په ۱۱۸۸ لیږدیز/هجري کال چې د۱۷۷۲ زیږدیز/میلادي کال سره سمون خوري وفات شو او دهغه پر ځای تیمورشاه دافغانستان واکمن شو.تر هغه وروسته امیرخان جوان شیر تر ډیرې مودې پورې دتیمورشاه دراني اطاعت کاوه، خو تر څه مودې وروسته یې دهغه داطاعت نه سرغړونه وکړه او بیا چې کله تیمورشاه خبر شو ، نو نوموړي علی اکبرخان دکشمیر دصوبې د صوبه دار په توګه وټاکه، خو کله چې علي اکبرخان مظفر آباد ته ورسید نود امیرخان جوان شیر ملاتړو د لارې په اوږدو کې کشمیرته دهغه دتللو مخنیوی وکړ، خودرانی پاچا تیمورشاه دراني ددغو خلکو دټکولو لپاره کریمداد خان او تاتار قلي خان وټاکل چې تر جګړو وروسته یې امیرخان جوان شیر ونیوه او بندي یې کړ.دده دصوبه دارۍ موده شپږکلونه او څلورمیاشتې وه چې تر هغه وروسته کریمدادخان په کشمیرکې ددرانی تیمورشاه له خوا دصوبه دارپه توګه وټاکل شو.
(نوربیا)


