یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهدهند دپنجاب د جلندهر ښار او په دغه ښارکې میشته پښتانه

دهند دپنجاب د جلندهر ښار او په دغه ښارکې میشته پښتانه

لیک : ډاکټر لطیف یاد
جلندهر دهند دپنجاب په ا یا لت کې یو مشهور ښاراویوه ولسوالي ده چې په تاریخونوکې یې ډیره یادونه شوې ده . دغه ښار د پنجاب دمرکز چاندیګړ نه په شمال لویدیز ۱۴۴ کیلومټرۍ کې پر Grand Trunk Road یا شیر شاهي سړک پروت دی .
جلندهر دپنجاب دنورو ولسوالیو لکه لودیانې ، امرتسرچې زموږ افغانان یې امبرسر بولي ، موګا ، فیروزپور او هوشیارپور سره ګډه پوله لري .

دغه ښار يو ډیر صنعتي ښار دي او دډیرې پخو ا زمانې نه پښتانه پکې میشته شوي دي .
په دې ښار کې دلاندنیو پښتنو قبیلو خلک اوسي لوديان، سوريان ، موسی خیل او اورمړ.

اورمړ دلته په ۱۶۱۷ زیږدیز /میلادی کال د دکانیګروم نه دشیخ درویش او موسی خان سره دلته راغلی وو او داټول دپیر روښان مریدان وو، پیرروښان هم په 1525 زیږدیز کال کې په جلندهر کې دقاضي عبدالله په کور کې زیږیدلی و.

اوس هم ددغو اورمړو کلی هلته شته چې دبستی شیخ اوبستي پیردادخان نومیږی. دجلندهر لودي پښتا نه داورمړو نه دمخه دلته راغلي ووځکه داکبر دوخت په تاریخ آئین اکبري کې راغلي دي : کله چې لودیانو جلندر ونیوه نو مالیه یې دکال څوارلس لکه روپۍ وه . دغه لوذیان په پیل کې دجلندهر دسیمې په شمال ختیز ډهوګرۍ Dhogri,او کوټ بوري خان Kot Bure Khan کې اوسیدل .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه