لیک: ډاکټر لطیف یاد
بودایي دین چې په هندي کې ورته( بدھ مت)وایي بنسټ ایښودونکی یې سدهار تھ ګوتم بدھ و چې دحضرت عیسي مسیح علیه السلام ترزېږېدو (۵۶۳) کلونه وړاندې یې د نیپال په لومبیني کې نړۍ ته سترګې پرانیستلې وې.
نوموړی دیوه پاچازوي و چې شدودهن نومید او دمورنوم یې مها مایاوه.
دبودا اصلي نوم ګوتم و، خودی دسدھارتھ ،ساکیه منی، ساکھیہ سہنا، ،جن بهاګوا،لوک ناتھ او دهن راج لقبونه هم درلودل.
ګوتم بدھ په یوې داسې کورنۍ کې وزیږید چې دژوندانه هر ډول آسانتیاوې ورپه برخه وې ،خو دی له کوچنیوالي نه دعیش او عشرته بېزاره و او تل به په فکرونو او سوچونو کې ډوب و.
پلار یې دده دسوچونو له کبله خپه و او دا هڅه یې کوله چې ده ته دخوشالیو ټول وسایل برابر کړي.همداراز ده ته یې واده وکړ چې ګواکې دده فکرونه او سوچو نه به ورسره بدل شي .
یوه ورځ دی دشاهي ماڼۍ په بګۍ کې له شاهي ماڼۍ نه بهر شو .په دغه ورځ یې دشا هي ما ڼۍ نه بهر درې شیان ترسترګو شول .دلومړي ځل لپاره یې یو زوړ سړی ولید چې لکړه ( امسا) ورسره و او په ملا کړوپ و.ده دخپل بګۍ دچلوونکي وپوښتل چې پرده څه شوي دي چې داسې کړوپ کړوپ پرلاره روان دی.دبګۍ چلوونکي ورته وویل : دی زوړشوی دی او هرانسان دعمر په پای کې زړیږي . له ده چې تیرشو دسړک ترڅنګ یې یو بل سړی ولید چې پر دواړو پښو شل واو ګرځیدلی نشو. ده بیا دخپل بګۍ چلوونکي وپوښتل چې پر ده څه شوي دي ؟
بګۍ چلوونکۍ دده دپوښتنې په ځواب کې ورته وویل : چې دی ناروغ او پردواړوپښو شل دی نوځکه ددغې ناروغۍ له کبله ګرځیدلی نشي . له ده نه چې تېرشول نو دسړک پر څنډه یې یوه جنازه ولېدله چې خلکو پراوږو وړه .ددریم ځل لپاره یې دخپلې بګۍ له چلوونکي وپوښتل چې داڅه دي ؟ بګۍ چلوونکي ورته وویل : دغه سړی مړشوی دی او هرانسان په پای کې مړ کیږي او له دې فاني نړۍ سترګې پټوي .
کله چې له بهره بېرته شاهي ماڼۍ ته راوګرځید نودده سوچونه او فکرونه نور هم زیات شول .
په پای کې یې خپل پلار ته وویل چې دی نور په دې شاهی ماڼۍ کې نه اوسیږي او غواړي چې یوداسې خای ته لاړشي او مراقبه وکړي څو ورته دنړۍ حقیقت تر سترګو شي.
هماغه و چې یوه ځنګله ته ولاړ او هلته یې په مراقبې او ریاضت پیل وکړ .
دبودایي مذهب دلیکنو پر بنسټ یوه ورځ په مراقبې او ریاضت بوخت و چې یوه رڼا یې تر سترګو شوه او دی دژوندانه په رازونو او حقیقت وپوهېده چې په بودهیزم کې دغه حقیقت د(نیروانا) په نامه یادیږي چې ژغورنې ته وایي او دموکشه ( اوږدو مراقبو او ریاضتونو) په پایله کې ترلاسه کیدلی شي .
دبودا اندونه :
دژوند او مړینې په اړوند دبودا اند دتناسخ یا Reincarnation اند و چې دیو انسان روح د بل انسان په جسم او جسد کې حلول کوي او هغوی چې پر تناسخ عقیده او باور لري وایي دیو انسان روح دهغه تر مړینې وروسته بیا په بل جسم او جسد کې را ژوندي کېږي او دا بیا ژوندي کېدنه څو څو ځله تکرارېږي، چې دې بیا ځلې ژوندي کېدو ته د شتون څرخۍ وایي. دبودا په اند شتون غم دی، زېږېدنه غم دی، زړبوډي او زړښت غم دی، ناروغي غم دی، غم او خواشیني، ماتم او ناهیلي غم دی، له هغه څه سره تړاو چې زړه مو نه غواړي، غم دی. لنډه دا چې دا غم هغه وخت پای ته رسېږي له دې غمجنې څرخۍ نه ځانونه رابهر کړو.
دبودا په اند دنړۍ دخلکو درنځونو درمان په لاندنیو ښوکړو وړو کې موندلی شو:
۱-ښه اخلاق : چې سمې اونیکې خبرې ،سم کړه وړه او چلند او داخلاقي لارې دژوند ترسره کول دي.
۲- ښه درک ، ښه سوچ او ښه نیت چې انسان له بدو لارو راګرځوي.
۳-پر نفساني غوښتنو برلاسی
دبودایي ګروهې ( عقیدې ) څانګې :
۱- سوېلي بودیزم : د سوېل ختيزې ایشيا بودیزم يا پالي بودیزم په نوم هم شهرت لري ، چې په ځانگړي توگه سريلانکا ، برما ، تايلنډ ، لاووس، کمبوډيا او د ملیشیا ، ويتنام ، چين او بنگله دېش په هېوادونو کې عملي کېږي .
۲-ختيز بودیزم: د ختيزې ایشیاد بوديزم په نوم هم شهرت لري .چيني بودیزم ، سينو ـ جاپاني بودیزم ، يا ماهايانا گروهه غالبآ په چين ، ويتنام ، کوريا ، جاپان ، سینگاپور او د روسيې په ځينو سيمو کې عملي کېږي .
۳- شمالی بوديزم : د تبتي بودیزم په نوم هم شهرت لري .تبتي بودیزم یا مغولی بوديزم، يا وېجرايانا چې کله ناکله د لامايزم په نومونو هم ياد شوي عمدتآ په تبت ، مغولستان، بهوټان، او د نيپال ، هند ، چين همدا رنگه روسيې کې یې بېلګې لیدلی شو.
همداراز بودایی دین دهند دموریا دکورنۍ ددریم واکمن آشوکا په وخت کې چې دراجا چندر ګپت لمسی واو دعیسی مسیح له میلاده (۲۷۲) کلونه وړاندې یې پاچاشو او دهغه پلازمیینه دټکسیلا یا ټکشیلا ښار و دبودایي مذهب په پر مختګ کې نه ستړي کیدونکي هلې ځلې وکړې چې نن هم ددغه دین ډیرې نښې دافغانستان په بامیانو ،دلوګر په عینک ، د سمنګانو په تخت رستم کې ،دننګرهار په هډې ، دپښتونخوا په سوات ، تخت بهایی او مینګوره کې لیدلی شو.
ددې مذهب پیروان په ټوله نړۍ کې (535) ملیونو تنو ته رسیږي اوپیروان یې د چين ، ويتنام ، تایلینډ ، کوریا ، تایوان ،لائوس ، سینګاپور ، جاپان ،تبت ، مغولستان، بهوټان، ،نيپال ،سریلانکا برما ( میانمار)او هند په هیوادونو کې شته.
دبودایانو عبادتځایونه یا ټیمپلونو ته په انګریزي ژبې (Buddhist monastery)
ویل کیږي او ددوی مذهبی راهبانو ته (Monks ) وایي .


