ويب ډیسک
ښایي بریتانیا د امریکایانو له خروج وروسته هم افغانستان کې خپل یو شمیر عسکر وساتي.
د بریتانیا دفاع وزارت هغه محرم اسناد چې د دې هیواد د بسونو په یو تمځای کې موندل شوي ښیي چې متحده ایالاتو له بریتانیا غوښتنه کړې ترڅو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم هلته خپل ځانگړي ځواکونه پریږدي.
هممهاله انگلیسي رسنۍ وایي چې بریتانیا په پام کې لري ترڅو په افغانستان کې ځینې ځواکونه پریږدي خو په اسنادو کې راغلي چې افغانستان اوس ډیر خطرناک دی او که دې هیواد کې بریتانوي سرتیري پاتې شي نو له ډیرو خطرناکو شبکو لخوا به په نښه شي.


