دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستاني طالبان په افغانستان کې نشته

پاکستاني طالبان په افغانستان کې نشته

ویب ډیسک
افغان حکومت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر پر هغو څرګندونو غبرګون ښودلی چې ویلي وو، د پاکستاني طالبانو تحریک په افغانستان کې د دوی ضد فعالیتونه کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې چې د پاکستاني طالبانو یا ټي‌ټي‌پي هسته په افغانستان کې نشته ده او پاکستان باید د ټولو ترهګرو ډلو خلاف له توپیر پرته مبارزه وکړي.

بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی د خپل هېواد د ملي امنیت پالیسي له مخې، له ترهګرۍ سره بې توپیره مبارزه کوي او هیڅکله کومې ترهګرۍ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

بهرنیو چارو وزارت دغه راز له ګاونډیو هېوادونو ځانګړې توګه له پاکستانه غوښتنه کړې ده چې له ترهګرۍ سره بې توپیره مبارزه وکړي او نور دې اجازه نه ورکوي چې ترهګر یو بل سره نه پرې کېدونکي اړیکې ولري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه