لیکوال: عبدالغفور لېوال
هغه، چې په سترګو کې یې خندل…
د تاریخي افغانستان موسک سیاستوال ولاړ، خو څه یې رازده کړل؟
هو، وايي: عثمان کاکړ نور له موسکا پریوتلی، ډېرې دعاګانې ورپسې دي، ګڼو خلکو ورپسې وژړل، ملت هېښ دی.
د پښتنو ظاهر، چې په څه مشهور دی، عثمان کاکړ ورسره ډېر توپیر درلوده؛
د هغه به تل موسکا پرشونډو خوره وه، تا به ویل، غوسه نه پېژني.
ارامه غږېده، پوست غږ یې و. خپلو خبرو ته یې د احساساتو تر څنګ پیاوړی منطق او استدلال زېرمه کړی و. هرڅوک چې هدفمنده مبارزه کوي، خامخا یې په خبرو کې منطق او استدلال وي.
د عثمان کاکړ میراث څه دی؟
مهربانه اوسئ!
موسکا وړیا ده، خو د مخاطب په راکاږنه کې یې ځواک تر هرڅه پیاوړی دی. موسکا له هیچا مه درېغوئ!
افغاني سیاست هم د چیغو، ولولو او ښکنځلو، ښېراوو یا دعاګانو پرځای پر منطق و استدلال پیاوړی کېدلای شي.
بې ټوپکه، بې وژلو، بې تاوتریخوالي هم سیاستوال پر خلکو ګران وي. که څوک خبره، منطق، استدلال او پوهه ولري، نو د سیاست کولو لپاره ټوپک، خشونت، تکفیر، وژلو او قتال ته اړتیا نه شته.
که هرچا درڅخه د انساني، عاطفي، عقلاني او پرهدف ولاړ علمي سیاست بېلګه يي شخصیت غوښت، چې وینه یې نه وي بهولي، څوک یې نه وي وژلي، خو په خلکو ډېر ګران وي او پر مرګ یې یو ملت ژاړي، نو تاسو ورته موسکاپرشونډو سیاستوال، عثمان کاکړ، یاد کړئ!
عثمان کاکړ د موډرن ملتپاله افغان سیاست هغه مخکښ مشر و، چې خلک ترې ډارېدل نه، بلکې په خلکو ګران و.
مشر هغه نه دی، چې خلک ترې داریږي، مشر هغه دی، چې خلک ورسره مینه ولري.
ملګریه،
چې په سترګو کې دې خندل،
په مخه دې ښه شه!
موسکا دې تل پرشونډو!
ورځه…


