دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهحساس شرایط دي، د مېرمنو رول نه باید کمرنګه شي

حساس شرایط دي، د مېرمنو رول نه باید کمرنګه شي

ويب ډیسک

د ملي مصالحې عالي شورا مرستیالې انجنیر زهره مطهر احمدزۍ د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ پلاوي ښځینه غړو، د سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستیالې او د شورا د مېرمنو او بشر حقونو د کمېسیونونو د ریسانو سره ولیدل.

پدې لیدنه کې د ملي مصالحې عالي شورا مرستیالې وویل، د هرې ورځې په تېریدو د روان وضعیت په تړاو د هېوادوالو او په ځانګړي ډول د مېرمنو اندېښنې زیاتیږي، افغانان کلونه کیږي، چې د بې معنا جنګونو قرباني کیږي، د دې وضعیت دوام د هیچا په ګټه ندی، ولې ضرر یې ټولو ته دی.

د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ ښځینه غړو، د سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستیالې او د شورا د کمېسینونونو ریسانو د روان وضعیت څخه په اندېښنې ټینګار وکړ، چې په حساسو شرایطو کې قرار لري او د مېرمنو رول په ټولو برخو په ځانګړي ډول د سولې په پروسه کې نه باید کمرنګه شي؛ بلکې تېر ته په کتو باید غښتلی شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه