پښتو جرنل
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان ایالت مشر عثمان کاکړ له ور پیښو ټپو لکبله د کراچۍ په یو شخصي روغتون کې خپله ساه ورکړه – یاد دې وئ چې د راونې میاشتې په ولسمه نیټه د عثمان کاکړ د زوئ خوشحال خان له قوله په عثمان کاکړ د هغو په میلمستون کې برید شوئ و ، چې لکبله پلار ټپي شو او نن يي ساه ورکړه –
یاد دې وئ عثمان کاکړ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ايالتي مشر ؤ او شپږ کاله د پاکستان د سنا غړئ هم ؤ-
عثمان کاکړ۱۹۶۱ په کال په مسلم باغ کې د سردار عبدالقيوم خان سرګړ په کور کې زېږېدلی ؤ – لومړۍ زدکړې په کوټه او بهاولپور ښار کې کړې وې – هغه نه پس لوړې زدکړې د کوټې بلوچستان پوهنتون کې وکړې او له یاد پوهنتون نه په د اقتصاد په څانګه کې ماسټري وکړه –
عثمان کاکړ ۱۹۷۰ کال کې سیاست ته مخه کړه او د پښتونخوا د زدکونکو سازمان له لارې خپل سیاست ته دوام ورکړه -او د یاد سازمان منظم کولو لپاره يي د پاکستان ټولو تعليمي ادارو ته لاړ او هلته يي خپله تګلاره زدکونکو مخ کیښوده –
هغه نه پس عثمان کاکړ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لارې خپل سیاسي سفر دوامداره وساته او ډیر زر د ګوند ايالتي سیکټور او هغه نه پس ایالتي مشر تابه څوکۍ ته ورسېده –
د عثمان کاکڑ د شخصیت په هکله د عثمان کاکړ د۳۶ کالو ملګری او د بلوچستان ایالتي اسمبلۍ غړئ نصرالله زیرې وویل چې عثمان کاکړ ډیر ساده او له اخلاصه ډک سړی و- هغه کله هم په خپلې تګلارې سودا نه ده کړې – هغه د ځان خوښوونکی نه و – هغه د خپلې قبيلې سردار ؤ خو کله يي هم ځان سره نه ده لیکلي او نه يي یادونه کړئ . زیرئ زياته کړه د عثمان تشه به ډک نه شئ – هغه به تل زموږ په زړونو کې ژوندی وئ.


