ویب ډیسک
د ملتپال سیاستوال عثمان خان کاکړ د وفات په مناسبت د جمهوررئیس محمداشرف غني د غمشریکۍ پيغام – پیغام کې ولسمشر ویلي چې
په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې پښتون ملتپال مشر او مبارز، د پښتونخوا د عوامي ملي ګوند د بلوچستان ایالتي صدر او پخوانی سناتور عثمان خان کاکړ، وفات شوی دی.
عثمان خان کاکړ د افغان وطن د واقعي خواخوږي او ځيرک سیاستوال په توګه د امن، سولې، ثبات او یووالي لپاره عملي مبارزه او د قدر وړ هلې ځلې وکړې. نوموړي په افغانستان کې د سولې بهیر د ملاتړ ترڅنګ تل د پردیو د لاسوهنو سخت مخالفت کاوه او هغه ټولې پالیسۍ او کړنې یې سختې نقد کولې چې د سیمې او افغانستان د امنیت، ثبات او پرمختګ په زیان وې.
مرحوم کاکړ د قام په درد او سختیو زهیر او خدمت بوخت هغه مبارز انسان و چې د افغانانو په هر لوی او واړه غم او ښادۍ کې یې ځان شریک احساساوه. نوموړی د خلکو د حقونو، یووالي، هوساینې او ولسواکي لپاره د خپلې واقعي او ارزښتناکې مبارزې له برکته د ولسونو په زړونو کې ځانګړی ځای او درناوی لري.
نوموړی د هر ډول تشدد، ظلم او جبر پر وړاندې د خپلو ولسونو په ځانګړي ډول د مظلومو او محکومو خلکو رسا غږ و. مړینه یې د افغان وطن او ولس لپاره لویه ضایعه ده.
د ارواښاد عثمان خان کاکړ قدرمنې کورنۍ، د پښتونخوا ملتپالو سیاستوالو او د هغه ټولو پلویانو او لارویانو ته د افغانستان د حکومت او خلکو د خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوم او د خدای تعالی په دربار کې مرحوم ته د فردوس جنت دعا کوم.


