ويب ډیسک
د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو ځانګړې غونډه په ارګ کې جوړه شوه.
د کمېسیون په دغه غونډه کې د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې اړوند د حکومتي ادارو په کچه د واحد ډیجیټلي سېسټم جوړولو پروژه له هر اړخیز بحث وروسته منظور شوه.
د یادونې ده چې د حکومتي ادارو په کچه د واحد ډیجیټلي سېسټم رامنځته کولو پروژې په اړه به ملي رادیو تلویزیون هیوادوالو ته هر اړخیز معلومات او عامه پوهاوی ورکوي.
د ملي تدارکاتو کمېسیون په دې غونډه کې د کمېسیون د غړیو ترڅنګ د ملي تدارکاتو ادارې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت، د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا)، متحده عرب اماراتو کې د افغانستان سفارت او د جمهوري ریاست د پانګونې اسانتیا ادارې چارواکو هم ګډون کړی وو.


