د خوړو نړیوال سازمان: د خوراکي مرستو ۴۰۰ ټنه بسکټونه له اوږده او بدلېدلي مزل وروسته افغانستان ته ورسېدل.
د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د پیاوړو شویو خوراکي بسکټونو ۴۰۰ ټنه جوپه له څو ځله د لېږد لارې تر بدلېدو وروسته افغانستان ته رسېدلې او ټاکل شوې ده ۱۷۳ زره ښوونیزو ماشومانو ته ووېشل شي.
د یاد پروګرام په وینا، دغه بسکټونه په لومړي سر کې د پاکستان له لارې افغانستان ته د لېږد لپاره چمتو شوي وو، خو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پولې له تړل کېدو وروسته پلان بدل شو.
وروسته جوپه د دوبۍ جبل علي بندر ته ولېږدول شوه، څو د ایران له لارې افغانستان ته ورسېږي، خو د هرمز تنګي د ستونزو له امله دغه لاره هم بنده شوه.
د خوړو نړیوال پروګرام وایي، له دې وروسته یې د نهو هېوادونو له لارې اوږده وچه لاره غوره کړه، چې د مالونو د لېږد واټن یې نږدې دوه برابره کړ.
د یاد سازمان په خبره، د نوو لارو موندل، د پولو د تګ راتګ جوازونه، ګمرکي چارې او د لېږد همغږي په بېړني ډول ترسره شوه، څو مرستې پر وخت اړمنو ماشومانو ته ورسېږي.
د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی چې لوږه د لارو د پرانیستل کېدو انتظار نه کوي او دوی هڅه کوي چې هر ډول شرایطو کې اړمنو خلکو ته خپلې مرستې ورسوي.


