اجمل خټک کشر
د پښتونخواملي عوامي ګوند جنوبي پښتونخوامشرملت پال عثمان کاکړ په ناروغتيا لراو برافغان فکر،انديښنے اُمید وتوکل دا ظاهره وي چه قام عثمان کاکړ سره څومره مينه ،رورولي او دويني حرارت وصداقت لري،،څه وجه ده چه قام ووطن غم وياس کښے متبلا ښکاري،هره ورځ بے شميره خلق داسي حادثاتو سره مخامخ کيږي،يقينن دغه شان درد وفکر لري لکه د عثمان خان واقعه لري،ليکن هغه خبره خاص وي،يو کور،خاندان ،چم،قبيلي يا ښار پوري محدوده وي،،
ليکن د عثمان خان غم د منطقے،د سيمي ،د خاوري،بلکه داسي عالميګير دي چه د دنيا هر هغه خاوره چه پري پښتون ميشته دي،هغه به عثمان خان پيژني او دا واقعه به محسوسه وي،،ساده وجه ئي دا ده چه عثمان خان هم د دنيا هر پښتون باندي داسي ميئين ،غم ژن وفکرمند وولکه نن ټول پښتانه دي،عثمان خان د يو قبيلي ، دا يو ګوند نه بلکه ملي و وطني اثاثه ده ،ځکه يو منفرد مقام لري،، خوشحال باباوائي،،،
ښه سړے لعل وياقوت دے مونده نه شي
لکه نورکانړي لږ نه دي ناکسان
عثمان خان لعل وياقوت ځکه دي چه هغه د ګوندونو د امتياز او د تخصيص بالا صرف او صرف د قام و وطن خبره کړي ده،،سينټ کښي د هغوئي کردار لاثاني دي،د ننګيال عثمان قول و عمل دا دي خبره سره تړلي وو چه مصلحت به نه کوو،سپين تا به سپين او تور تا به توروايو،،د عثمان خان واضع پاليسي لکه دا لوئے خوشحال هم دا وه،،
پښتانه چي نورڅه فکر کا نابودي
بي د تُوري خلاصے نشته په بل کار،،
خواست دا دي چه هر ګوند ،هر تنظيم ،هرتحريک دي خپله راهبري او سياست کووي،ليکن کردار داسي پکار دي لکه د عثمان خان،،چه هر کله به ئي خبره کوله نو هر ګوند ،تنظيم وتحريک به وي چه دا خو زما خبره ده،،
کا دا منئي چه دا يو بابا اولاد يو،يو وينه يو وطن مو دي،نو يو بل دپاره زړونو کښي ځائے پيدا کړئي،،د عثمان خان بيمارئي په وجه د ټولو پښتنو درد وغم دغه شان يو شو لکه يو وو،،،د تورے اوقلم خاوند ننګيال خوشحال ځکه خو وئيلي وو،،،
درست پښتون تر قندهاره تر اټکه
سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار
الله پاک دي دا دي مظلوم قام دعاګاني قبولي کړي او عثمان کاکړ تادي بيا د قام ترجماني موقع په نصيب ورکړي،،داسي خلق سترګي پټي ډير تکليف رسوي ،بے بدل وي،بے ريا وي ،دهر چاوي،يو کور،خاندان نه ،قام پري غمژنيږي،،هوښيارانو هسے خو نه دي وئيلي،،
سل دي اُمرا یو دي مه مره،،،!!!


